برېتانیا: د هغو افغانانو تاوان نه ورکوو، چې معلومات یې په تېروتنې سره خپاره شوي

۹ ساعتونه مخکې

د برېتانیا دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دوی د هغو افغانانو تاوان نه ورکوي، چې معلومات یې په تېروتنې سره خپاره شوي او اوسمهال له ګواښ سره مخ دي.
په خبرپانه کې ویل شوي، چې د دې کسانو شخصي معلومات په تېروتنې سره افشا شوي.

یوې برېتانوۍ ورځپاڼې د شنبې په ورځ په یوه راپور کې د دغه هېواد د دفاع وزارت د ویاند له قوله لیکلي: «حکومت به د تاوان د ورکړې یا قانوني دعوا پروړاندې پیاوړې دفاع وکړي او دا یوازې فرضي ادعاوې دي.»

د دغه هېواد دفاع وزارت همداراز ویلي، چې دوی به د اوس لپاره زیانمنو کسانو ته هېڅ تاوان ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د برېتانیوي ځواکونو یو شمېر پخواني افغان همکاران چې تازه یې نومونه افشا شوي، ویلي و چې د خپل ځان او کورنۍ د امنیت په اړه ډېر اندېښمن دي.

دوی له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط خبرو کې خبرداری ورکړی، چې د زیان رسېدو په صورت کې به نړۍوالو محکمو ته شکایت وکړي.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د برېتانیا د دفاع وزارت د یوه کارکوونکي له‌خوا په ناپامۍ سره د دغه هېواد ځواکونو د افغان همکارانو معلومات چې له برېتانیا یې د پناه غوښتنه کړې وه، د یوه برېښنالیک له لارې شریک شول.

د راپورونو له مخې، په دې افشا شوي نوملړ کې نږدې ۲۵ زره کسان شامل دي او په بېلابېلو برخو کې یې له برېتانیوي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

نور خبرونه

رادیو