طالبان: له ایران او پاکستان څخه په یوه ورځ کې څه باندې ۱۴ زره کسان هېواد ته ستانه شوي دي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو څخه یوازې په یوه ورځ کې ۱۴ زره او ۴۴۳ کسان هېواد ته ستانه شوي دي.

د نوموړي په خبره، دغه کسان په ۲۵۵۲ کورنيو پورې اړوند دي، چې د هرات، کندهار، ننګرهار، پکتیکا او نيمروز له لارو هېواد ته ستانه شوي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دوی اړوند د مالي او روغتيايي چارو د تنظيم کمېټو له دغو کورنيو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې هم کړې دي.

د نوموړي په وینا، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۶۶۵ کورنۍ چې شمېر یې ۱۰،۰۱۸ کسانو ته رسېږي، د نیمروز له ورېښمو له لارې ۷۷۱ کورنۍ چې ۳۸۲۱ کسان کېږي، د کندهار له سپین‌بولدک څخه ۷۵ کورنۍ چې ۳۹۴ غړي لري، د ننګرهار له تورخم څخه ۴۰ کورنۍ چې ۲۱۱ غړي لري، د پکتیکا له انګور اډې څخه د یوې کورنۍ ۸ غړي او همداراز د یو شمېر نورو فرعي لارو له لارې یو شمېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

فطرت ویلي، چې دغه کورنۍ يې د ټرانسپورټ د ځانګړې کمېټې له خوا خپلو ولایتونو او سيمو ته لېږلې دي.

هغه زیاته کړې، چې کډوالو ته یې د مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدو، د خپل نظام، کډوالۍ، صبر او زغم په اړه لازمې لارښوونې هم کړې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي نن د طالبانو د کډوالو چارو وزیر عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري اېستلو وضعیت به له نړۍوالو سره هم شریک کړي.

طالبانو ویلي، چې هغه به هرات او له هغه وروسته ایران ته سفر وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو پروسه چټکه شوې ده، خو په افغانستان کې د سرپناه نشتون د دې کډواله له تر ټولو لویو ستونزو څخه بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو