د اسلام اباد یوې محکمې د خېبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډا پور د نیولو امر صادر کړ

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۸

د اسلام اباد یوې ځايي محکمې د خېبر پښتونخوا د سر وزیر اعلی امین ګنډاپور د شرابو او ناقانونه وسلو د لرلو په قضیه کې د نیولو امر صادر کړ.

یاد امر وروسته له هغه صادر شو، چې محکمې ته د حاضرېدو لپاره د ګنډاپور د معافیت غوښتنه رد شوه.

د پاکستاني جیو ټلوېزیون د راپور له مخې، د اسلام‌اباد یوې سیمه‌ییزې محکمې دا خبرداری هم ورکړی چې ښايي محکمه د امین ګنډاپور په غیاب کې پرېکړه صادره کړي او نوموړی به د ځان د دفاع حق هم له لاسه ورکړي.

د اسلام‌اباد یوې سیمه‌ییزې محکمې حکم کړی چې علي امین ګنډاپور باید د جولای تر ۲۱مې نېټې مخکې محکمې ته حاضر شي او ټینګار یې کړی چې چارواکي باید د هغه د نیولو د امر په پلي کولو کې پاتې رانشي.

دا پرېکړه یوه اونۍ وروسته له هغه شوې، چې د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور له لاهوره د پاکستان تحریک انصاف په استازیتوب د لاریونونو د پیلولو اعلان وکړ.

تر دې دمه پورې علي امین ګنډاپور کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غواړي، چې له زندان څخه د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون لپاره پراخ لاریونونه پیل کړي.

نور خبرونه

رادیو