د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د برېټانیا سفارت له شارژافېر رابرټ چټرټن ډېکسن او افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنزي سره د ځينو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سېسټم د ښهوالي، ظرفیت لوړوېدو، سرطان او مور او ماشوم د ناروغیو په اړه بحث شوی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي له برېتانوي استازو نه په روغتیايي برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د برېټانیا استازو هم په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ، خو تر دې مهاله دا څرګنده نه ده چې دغه هېواد به د افغانستان په کومه روغتیايي برخه کې همکاري کوي.