د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) مشر منظور احمد پښتین د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د نا امنیو پر ضد لاریونونو ته په غبرګونه کې ویلي چې پښتنو د ظلم او جبر پر وړاندې خپل غږ پورته کړ.
منظور پښتین، پرفیسبوک خواله رسنۍ لیکلي،چې پښتون قوم په مومندو، وزیرستان او کرمه کې د ریاستي ظلم، جبر، او ترهګرۍ پر وړاندې خپل دريځ څرګند کړ.
هغه لیکلي: «ډالري جګړې، د اقتصادي سرچینو لوټماري او د ریاست لخوا پښتون دښمنه اقدامات نور هیڅکله د زغم وړ نه دي».
نوموړی وایي چې د شمالي وزیرستان میرانشا، کرمې په صده او د مومندو په ګنداو بازار کې د پښتنو لخوا ترسره شوي لاریونونه، د پښتنو پر وړاندې د منفي پروپاګند یوه مهم غبرګون و.
پښتین زیاته کړې: « پښتانه یوازې د ظلم او جبر پر وړاندې نه دي راپورته شوي، بلکه هغوی هغو کسانو ته هم یوه روښانه پیغام ورکړی،چې تل دا وايي [موږ ستړي شوي یو] او ولسي مبارزه کوم تاثیر نه لري.»
پښتین زیاتوي: « پښتنو د خپلو شهیدانو او قربانیو پر وړاندې پروپاګنډو ته نه یوازې د رد ځواب ورکړی، بلکه دا یې هم ثابته کړې چې موږ نه ستړي کیږو او نه هم د خپلو عملونو په اړه مایوسه یو،موږ به د خپل وطن لپاره هر ډول قرباني ورکړو او د ظلم پر وړاندې له پوره قوت او عزت سره ودریږو.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، د پښتنو د یووالي او د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره خپله مبارزه په نوي ځواک او ارادې سره ادامه لري.
د هغه له قوله، «موږ د پښتون ولس پر وړاندې د هر ډول ظلم او جبر سره مبارزه کوو، او دا کار به تر هغه وخته روان وي، ترڅو زموږ ټول ملت ته انصاف او برابري نه وي راګرځېدلې.»
په خېبر پښتونخوا کې د وروستیو څو میاشتو راهیسې امنیتي وضعیت خراب شوی دی، چې له کبله یې د ولسي غبرګونونو او لاریونونو لړۍ پیل شوې دي.
د دغه ایالت په بیلا بېلو برخو کې، په ځانګړې توګه په وزیرستان، مومندو، او کرم کې، د ترهګرۍ، هدفي وژنو او نظامي عملیاتو له امله د خلکو ژوند سخت اغېزمن شوی او د دې نا امنیو پر وړاندې د خلکو غبرګونونه زیات شوي، او د امنیتي ځواکونو د کړنو پر ضد پراخه لاریونونو کې خلکو د خپل خوندیتوب او حقونو د ساتنې غوښتنه کړې.