په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان په غزني ولایت کې د امریکا د یوې پوځې چورلکې د سقوط پېښه، چې ۱۸ تنه پکې ووژل شول، شل کاله وروسته هم د وژل شویو خپلوانو ترمنځ د پیوستون یوه ژوره حلقه پاتې ده.
د ۲۰۰۵ کال د اپرېل پر ۶مه نېټه په افغانستان کې د امریکایي پوځ یوه چینوک چورلکه«سي ایچ- ۴۷» چې د «وینډی ۲۵» په نوم پېژندل کېده، غزني ولایت ته نږدې د شګو په طوفان کې سقوط وکړ.
د چورلکې ټول ۱۸ امریکایي سپرلۍ، چې پکې ۱۴ پوځیان، یو د سمندري ځواک سرتېری او درې ملکي کارکوونکي شامل وو، ژوند له لاسه ورکړ.
د امریکایي پوځي « سټارز اینډ سټریپ » پر لیکه ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پېښه، د طالبانو د لومړي ځل واک له نسکورېدو وروسته، د امریکایانو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان، د قربانیانو خپلوان، ملګري او پوځي چارواکي، د جمعې په ورځ د جرمني په انسباخ ښار کې د کټرباخ پوځي اډه کې راټول شوي وو، ترڅو د پېښې شلمه یادکلیزه ولمانځي او د قربانیانو یاد ژوندی وساتي.
په ګډون کوونکو کې په دغه پېښه کې د وژل شوي «چارلس چک» مېرمن ګوینډولین سانډرز او زوی یې ډریک هم شامل وو.
ګوینډولین وویل، چې د خاوند له مرګه وروسته یې داسې احساس کاوه لکه خپله پوځي کورنۍ یې هم له لاسه ورکړې وي، خو د ده د یاد ساتل یې د ژوند یوه اړتیا ګرځېدلې.
هغې له خندا سره وویل چې چک د «کینډر ایګز» مینهوال و، او دا یې په جرمني کې رانیول سوی لومړی توکی و.
راپور زیاتوي، ډریک، چې پلار یې د هغه د پنځه کلنۍ پر مهال مړ شوی و، اوس ۲۶ کلن دی. هغه د غونډې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره یوې چینوک چورلکې ته پورته شو او له هغو سرتېرو سره ولیدل چې پلار یې پېژندل.
هغه وویل: «کله چې موږ دا ډول مراسمو ته راځو، دا موږ ته دا پیغام راکوي چې قربانیان هېڅکله نه هېرېږي.»
ستارز اینډ سټریپ وځپاڼه لیکي، چې د پېښې پر مهال د« ایف ټولي » قوماندان کرېګ وېلهېلم هم د غونډې ګډونوال و. نوموړی چې په ۲۰۰۶ کال کې له پوځ څخه تقاعد شوی، پنځه کاله وروسته یې د Windy25 Memorial Fund په نوم یو بنسټ جوړ کړ څو د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.
وېلهېلم وویل: « دا یو ډول کورنۍ ده. کېدای شي موږ دا کورنۍ نه غوښتله، خو اوس پرې ویاړو، ځکه پوهېږو چې یو بل څه حس کوي».
د چک سانډرز تر څنګ، په پېښه کې کلېنټ پرېټر، ډیوېډ ایالا، مایکل سپایوي او پینډلېټن سایکس هم وژل شوي وو.
ورځپاڼه لیکي، چې د مایکل سپایوي تره، شېلډن سپایوي، وویل چې له نورو خپلوانو سره د « وینډي – ۲۵ » له لارې نږدې اړیکې لري او دا ډول غونډې د روحیې لپاره ګټورې دي.
د هغه مېرمن، انجي، وویل: « موږ هر وخت یو بل ته لاسرسی لرو. دا زموږ تر منځ ژور انساني تړاو دی.»
د دغه مرسمو په پای کې د دې قطعې اوسني قوماندان، کپتان مېټ پاستینو، د قربانیانو نومونه ولوستل او ویې ویل: « یوه حقیقت دا دی، چې یو ځل که څوک د« بېګ وینډي » برخه شي، نو تل د هغې برخه پاتې کېږي.»