د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړې او وايي، ایران په ډېرې بې رحمۍ سره افغان کډوال اخراجوي. نوموړي له تازه را ستنو شویو افغانانو سره د سیمه ییزو مشرانو او سوداګرو مرستې اغېزناکې بللې دي.
زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې ایران په لنډه موده کې تر نیم میلیون ډېر افغانان اېستلي دي.
نوموړي له دغو تازه را اړول شویو افغانانو سره د سیمه ییزو مشرانو او سوداګرو مرستې اغېزناکې بللې دي.
ایران همدا څه موده مخکې له دغه هېواده په یوه مخیزه توګه د افغانانو اېستلو ته ملا وتړله او تر اوسه یې سلګونه زره افغانان شړلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.