د ایران استخباراتي ځواکونو د جولای په ۶مه نېټه یوه ۲۹ کلنه افغان محصله سارا ګوهري چې د تهران پوهنتون د ټولنپوهنې محصله ده، د افغانستان او ایران پولي ته نږدې په تایباد سیمه کې نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې ده.
سارا ګوهري له نیول کېدو وړاندې پر خپل انسټاګرام خواله رسنۍ لیکلي وو، چې د افغان کډوالو وضعیت د څېړلو او د کډوالۍ کیسو راټولولو په موخه د تایباد سرحدي پولې ته سفر کوي.
نوموړې غوښتل، چې د یوه خپلواکه څېړنیز راپور لپاره له کډوالو سره لیدنه ولري، خو د سفر پر مهال د ایران د استخباراتو له خوا له عدلي اجازه نامې او رسمي اطلاع پرته نیول شوې ده.
د راپورونو له مخې، د هغې له نیول کېدو لس ورځې تېرېږي، خو د ګوهري کورنۍ لا هم د هغې له درکه بې خبره دي او نه پوهېږي چې ژوندۍ ده او که نه.
ویل کېږي، چې د کورنۍ دوامدارې پوښتنې او هڅې یې هم بېپایلې پاتې شوې دي.
سرچینې وایي، چې نه کوم عدلي حکم شته او نه هم رسمي اسناد چې د نیول کېدو دلیل یې پکې واضیح شوی وي.
د ایران وایر په نوم د ایراني رسنۍ راپورونه ښيي، چې دا نیونه پرته له قانوني جواز او د محصلې له حقونو د ښکاره سرغړونې په بڼه تر سره شوې ده.
د سارا نیونه په داسې وخت کې کېږي، چې د افغان کډوالو پروړاندې د ایران چلند له مخکې څخه هم ډېر سخت شوی دی.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، له جون میاشتې راهیسې شاوخوا ۴۵۰،۰۰۰ افغان کډوال له ایرانه شړل شوي دي او څه باندې ۵،۰۰۰ ماشومان له خپلو میندو او پلرونو څخه جلا شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو کلونو کې افغان کډوال د ایران د اقتصادي ستونزو پړه پر غاړه ګرځولې، خو دا فشارونه له هغه وروسته شدید شول، چې د ایران او اسراییل ترمنځ پوځي شخړه پېښه شوه.
د دغه ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال، د افغان کډوالو شړل هره ورځ له ۲،۰۰۰ کسانو څخه تر ۳۰،۰۰۰ کسانو پورې لوړ شول.
څېړونکي وایي، چې ایراني چارواکو د داخلي خفګان د انحراف لپاره دا فشارونه پر یو بېدفاع اقلیت راوړي دي.
د سارا ګوهري نیونه د بیان ازادۍ، علمي فعالیتونو او د افغان کډوالو د حقونو په برخه کې یو بل ګواښونکی ګام ګڼل کېږي. که له یوې محصلې سره چې یوازینۍ موخه یې څېړنه او د بشري حالت مستندسازي ده، دا ډول کړنه ترسره کېږي، نو دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایراني رژیم تر کوم حده ازاد فکر، تحقیق او بشري کرامت زغملی شي.
د یادولو وړ ده، چې د ګوهري د ژر خلاصون لپاره د بشري حقونو فعالان، علمي بنسټونه او د کډوالو ملاتړي باید غږ پورته کړي. د دې ډول نیونو دوام د سیمهییز ثبات، علمي فعالیتونو او د افغان کډوالو د بشري وضعیت لپاره ژوره اندېښنه رامنځته کوي.