لطیف نظري: له افغان کډوالو سره د ایران سپک چلند زموږ اړیکې خرابې کړې دي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د «سپکاوي، شکنجو، زنداني کېدو او د جبري اېستل کېدو تګلارې» په کلکه غندلې دي او دغه ډول کړنې یې د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو خرابېدو لامل ګڼلې دي.

ښاغلي نظري د چهارشنبې په ورځ له شمشاد ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، چې د افغان کډوالو سره زور زياتي، سپکاوی، ځورونه او په زوره اېستل د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. نوموړي له ایراني چارواکو وغوښتل، چې له دې کړنو لاس واخلي او د افغان کډوالو انساني کرامت ته درناوی وکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ دا تمه لرو، چې په ایران کې د افغان کډوالو حقونه، لکه څنګه چې د ایران وګړو ته په امریکا او کاناډا کې ورکول کېږي؛ هماغسې رعایت شي».

نظري دا هم وویل، چې افغانان د جګړې او ناامنۍ له کبله ایران ته مهاجرت کوي؛ حال دا چې ایرانيان بیا د اقتصادي ستونزو او د ښه ژوند د لټون لپاره لوېدیځو هېوادونو ته کډه کوي؛ خو هلته د دوی حقونه په داسې حال کې رعایتېږي، چې حکومتونه یې غېر اسلامي بولي.

دی ټینګار کوي، چې د اسلامي، انساني او نړۍوالو اصولو پر بنسټ هېڅ هېواد حق نه‌لري چې له کډوالو سره له سپکاوي او بې احترامۍ ډک چلند وکړي.

د نظري په خبره؛ له ایران سره د افغانستان د کلتوري او تاریخي ګډو اړیکو له کبله د کډوالو د انساني کرامت تر پښو لاندې کول، د هغوی د شتمنیو ضبط، د کورونو د ضمانت پیسو نه‌ورکول، د کارګرانو لاسباړه نه ‌ورکول، د افغانانو او کډوالو ‌ضد افکارو خپرېدل د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړې، چې د ایران دغه کړنې د افغانستان د خلکو عامه ذهنیت ژوبل کړی دی او له ښه ګاونډیتوب سره اړخ نه لګوي.

هغه وویل: «د ښه ګاونډیتوب منطق دا ایجابوي، چې دې کړنو ته د پای ټکی کېښودل شي».

تر دې وړاندې د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند هم له ایراني چارواکو غوښتي وو، چې د افغان کډوالو د اېستلو پر مهال دې د «تدریج، درناوي او ښه ګاونډیتوب» اصول رعایت کړي او له سپکاوي ډک چلنده دې ډډه وکړي.

ملا حس اخوند خبرداری ورکړی و، چې دغه ډول کړنې به «د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملتونو د کرکې او نفرت» لامل شي.

یاده دې وي، چې ایران په وروستیو ورځو کې تر نیم مېلیون ډېر افغانان له خپلې خاورې اېستلي دي. دا پراخ او بې ‌سارې اېستل نه یوازې په افغانستان کې؛ بلکې په نړۍواله کچه یې هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

نور خبرونه

رادیو