محمداشرف غني: افغانستان، پاکستان او ایران له نړۍوالې انزوا سره مخ دي

۱۱ ساعتونه مخکې

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني د کډوالو په تړاو په یو تازه پېغام کې ویلي، چې افغانستان، پاکستان او ایران له نړۍوالې انزوا سره مخ دي. هغه زیاته کړې، چې د دغه انزوا لاملونه د درې واړو هېوادونو لپاره توپیر لري.

هغه د پنج‌شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۶مه) یو پېغام کې ویلي، پاکستان او ایران چې کلونه یې له افغان کډوالو څخه ګټې ترلاسه کولې اوس یې پرېکړه کړې چې تر شپږ مېلیونه کډوالو پورې افغانستان ته ولېږي.

هغه خبرداری ورکړی، چې افغانستان له همدې امله له زیاتېدونکي ناورین سره مخ دی.

هغه زیاته کړې: «نن ایران یوازې د افغان په نوم درته ګوري او د افغان په نوم مو وباسي. نه مو مذهبي چارې په درد خوري او نه مو پخوانۍ ریښې د درد دوا کېږي».

هغه نیوکه کړې، چې یو شمېر پخواني افغان جنګسالاران چې له ایران سره یې پراخې اړیکې لرلې، اوس‌مهال غلي دي. هغه وویل: «هغه جنګسالاران چې د ایران کارونه یې کول، باټې یې وهلې اوس چېرې دي؟»

پخواني ولسمشر په دغه غږیز پېغام کې طالبانو ته د کډوالو ستنېدو لپاره ځینې مشورې هم ورکړې دي او ټینګار یې کړی، چې افغانان باید په دغو سختو شېبو کې سره لاسونه ورکړي او ملي یووالی رامنځته کړي.

د غني په خبره؛ «لومړی معلومات،‌ لومړیتوبونه، امکانات، اجرات او اساسات باید د کډوالو بهیر کې په نظر کې ونیول شي».

هغه په اشاروي ډول طالبانو ته مشوره ورکړې، چې د کډوالو بهیر په تنظیم کې دغه ټکي په پام کې ونېسي.

نوموړي ځینو افغان سیاست‌والو ته په اشارې ویلي: «هغه کسان چې همېشه غږ کوي، چې کډوالو سره خپلې مړۍ نیمې کړئ، ولې خپلې شتمنۍ ورسره نه نیموي یا شریکوي؟»

محمد اشرف غني پېغام ورکړی، طالبان باید په هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې د وچکالۍ ښکار نه وي او د اوبو د کموالي ستونزه په کې نه وي.

غني ټینګار کوي، چې ملګري ملتونو او مرستندویه ادارو ته د افغانانو سره د مرسته کېدونکو پیسو څخه یوازې په سلو کې لس یې لګول کېږي او هغه هم له فساده ډک وي.

غني په دې تړاو وویل: «هغه پیسې چې ستاسې په نوم ملګرو ملتونو او نورو اینجوګانو ته ځي، شاید لس افغانۍ ترې مصرف شي او هغه هم فساد باندې. باید په خپل ځان تکیه وکړو او سمې برنامې جوړې کړو».

د‌ پخواني ولسمشر په خبره؛ اوس‌مهال د خلکو جېبونه خالي شوي او ټولې سپماوې یې ختمې شوې دي. هغه د ځپل پېغام په پای کې زیاته کړې، چې د ملي یووالي په رامنځته کېدو سره باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

محمد اشرف غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د اېستل کېدو څپې ګړندۍ شوې دي او یوازې په تېره یوه میاشت کې له ایرانه تر ۵۰۰زرو ډېر افغانان په جبري توګه اېستل شوي دي.

نیوکې دا دي‌، چې په کور دننه طالبان دغو ستنېدونکو افغانانو ته د لازمو خدمتونو د برابرولو توان نه لري او دغه ستنېدونکي د سرپناوو، بې روزګارۍ او د ژوند لومړنیو توکو د نشتوالي له کبله له سختو ننګوونو سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو