داینارا خیریه ډله، چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي سیمې ته سفر کړی، وایي چې زرګونه شړل شوي افغانان له بشري ناورین سره مخ دي او دا بحراني حالت ورځ تر بلې په بېساري توګه پراخېږي.
د دې سفر پر مهال«اینارا ټیم » د خپلو سترګو لیدلي حالت له مخې ویلي، چې په سلګونه کورنۍ، پکې ښځې، ماشومان، زاړه او ناروغان شامل دي، له هر ډول انساني شرایطو پرته په سرحدي سیمو کې ژوند کوي.
دا ډله زیاتوي، دوی په بېسرپناه خیمو، زرغونو پلاسټیکي شیټونو، او د خټو جوړو خونو کې هستوګنه لري. دا خلک نه پاکې اوبه لري، نه کافي خواړه، نه درمل، او نه هم کومه پاملرنه چې د دوی د ژوند ژغورنې لپاره اړینه ده.
افغانستان چې دمګړۍ د پراخو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو له امله له نړیوالې انزوا سره مخ دی، د شړل شویو خلکو د منلو هیڅ ډول ظرفیت نه لري، روغتیايي خدمات د سقوط له پولې تېر شوي، تعلیمي نظام تر ډېره فلج شوی، کاري فرصتونه کم یا شتون نهلري، او د حکومت موجود جوړښت دومره کمزوری دی چې نشي کولای د خلکو بنسټیزې اړتیاوې هم پوره کړي.
نړیوالو سازمانونو، لکه« ډبلیو ایچ او » او« یونېسف »، راپورونه خپاره کړي چې وایي په سیمه کې د کولرا، اسهال، تنفسي ناروغیو، او نورو ساري ناروغیو پېښې مخ په ډېرېدو دي.
راپورونه وایي چې په ماشومانو کې د سو تغذیې کچه لوړه شوې او شیدې خوړونکي ماشومان له سختې تندې او لوږې سره مخ دي. دا وضعیت نه یوازې یو بشري ناورین دی، بلکې د راتلونکي نسل پر فزیکي او ذهني روغتیا به ژور اغېز وکړي.
د معلوماتو له مخې اینارا ډلې د دغه بحران د دقیقې ارزونې لپاره خپل کار روان ساتلی دی، او هڅه کوي چې نړیوالې مرستندویه ادارې، حکومتونه، او شخصي خیریه بنسټونه راوبولي چې دا حالت له نور خرابېدو وژغوري.
دا ډله وایي، چې دا بحران یوې همغږۍ، چټکې او دوامداره نړیوالې هڅې ته اړتیا لري. که چیرې پاملرنه ورته و نه شي، ښايي زرګونه نور ژوندونونه له منځه ولاړ شي او دا سیمه د یوه بشري ناورین د مرکز په توګه ثبت شي.
اینارا زیاتوی، « موږ له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، سیمهییزو حکومتونو او ټولو خیریه بنسټونو غوښتنه کوو چې بې له ځنډه لاس په کار شي، ځکه دا هغه وضعیت دی چې هره شېبه د ژوند او مرګ تر منځ د انتخاب معنی لري.»
- ایران د ۲۰۲۳ کال راهیسې د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ وروسته، یو کمپاین پیل کړ چې “غیرقانوني” افغان کډوال باید ووځي، حتی که سند هم ولري، اسناد ختمول، یا په کورونو کې ردېدل عملي شوي .
- په مارچ ۲۰۲۵ کې حکومت یو وروستۍ مهلت اعلان کړ: ټول ناقانونه افغانان باید د جولای تر ۶مې بشپړ هیواد پرېږدي، کنه حکومتي ادارې یې نېغ په نېغ د دوی په ویستنه پېل وکړي .
- د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې، تر ۱.۱ میلیون زیات افغانان جبري ویستل شوي .
- په وروستیو ورځو کې د ایران-اسراییل کړکیچ د دې تشدد کچه نوره هم زیاته کړه: یوازې د جون ۲۴–جولای ۹ په ۱۶ ورځو کې تقریبا ۵۰۰,۰۰۰ افغانان جبری له ایران ووستل شول .
- ایران هدف لري چې ټول ۴ میلیون افغانان اخراج کړي.