ایران تېره ورځ ۲۰زره افغان کډوال په زوره افغانستان ته ستانه کړي

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو چارو د ستونزو د حل عالي کمېسیون اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۵مه) شاوخوا ۲۰ زره او ۴۴ تنه افغان کډوال له ایران څخه په زوره ورستانه کړای شوي دي.

د دغه کمېسیون د شمیرو له مخې؛ ۱۵ زره او ۲۰۸ کسان د اسلام‌ کلا له پولې او ۴ زره او ۸۳۶ نور د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالب چارواکو هم‌مهاله له پاکستانه هم د یو شمېر افغان کډوالو د اېستل کېدو خبر ورکړی دی. له دې ډلې۴۹۰ کسان د تورخم له لارې، ۴۳۴ تنه د سپین بولدک او ۱۲ تنه نور د هلمند د بهرامچې له لارې اېستل شوي دي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه په بې سارې توګه د کډوالو د اېستل کېدو جبري لړۍ روانه ده، چې په افغانستان کې یې روان بشری ناورین لا پسې پراخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان تېره دوشنبه د (چنګاښ۲۳مه) راپور ورکړی، چې په تېر یوه کال کې ایران او پاکستان له ۱.۶ مېلیونو څخه ډېر افغان کډوال اېستلي دي.

بل‌خوا له تاجکستان څخه هم د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر پیل شوی او په دې لړ کې پولیسو ځینې افغانان نیولي هم دي؛ خو د دغه هېواد چارواکو تر اوسه په رسمي توګه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

هم‌مهاله د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی، چې د ایران او پاکستان په ګډون به له ګاونډیو هېوادونو څخه تر ۶مېلیونو ډېر افغانان واېستل شي.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید د دغو ستنېدونکو لپاره ځانګړي تدابیر ونیول شي؛ څو روان ناورین لا ډېر نه‌شي.

نور خبرونه

رادیو