د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي، چې د افغان کډوالو له اېستلو وروسته، سلګونه زره کورنۍ له یوه کړکېچن حالت سره افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه سازمان وایي چې زرګونه افغان ماشومان پر پوله وږي دي او سرپناه نه لري.
د دغه صندوق د ملاتړ چارو مشره سمیرا سید رحمان وايي، یوازې د جون په میاشت کې له ۸۰ زرو ډېر افغان ماشومان له پولې تېر شوي دي.
یاد سازمان وایي، نړیواله ټولنه د دغه حالت پر وړاندې بېپروا نه شي پاتې کېدای.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق زیاتوي، چې باید افغان ماشومان خوندي وساتل شي، هغوی ته خواړه ورکړل شي او د خوندیتوب احساس ورکړل شي.