اسحاق ډار د طالبانو رییس الوزرا ته د پاکستان د سفر بلنه ور کړې ده

۶ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره په کتنه کې نوموړي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده. د طالبانو رییس الوزرا ویلي، چې «د زور او تهدید په ژبه هیڅ ستونزه نه حل کېږي او باید په حسن نیت، تفاهم او ښه ګاونډیتوب حل شي».

د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ملا محمد حسن اخوند په دې ناسته کې هیله ښودلې، چې د پاکستاني پلاوي سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لازیاتې پراختیا په برخه کې اغېزناک تمام شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو رییس الوزرا ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف نېکې هیلې او سلامونه رسولي او نوموړي ته یې پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې د ډار له قوله ویل شوي، چې له چین نه یې غوښتي، چې د ټرانس-افغان پروژې ملاتړ وکړي.

اعلامیه وايي، چې د طالبانو رییس الوزرا دغه راز د افغان کډوالو په ستنولو کې د دواړو لوریو د هڅو د اغیزناکتیا هیله ښودلې ده.

هغه دغه راز ویلي، چې «د زور او تهدید په ژبه هیڅ ستونزه نه حل کېږي او باید ستونزې او ننګونې په حسن نیت، تفاهم، همکاري، وروري او ښه ګاونډیتوب حل شي».

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپل اېکس ولیکل، چې د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه شوې چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره به په لوړه کچه اړیکې وپالي.

د ملا حسن اخوند او ډار ترمنځ وروستۍ لیدنه د روان کال د اپریل پر ۱۹مه شوې وه.

نور خبرونه

رادیو