په افغانستان کې د بریټانیايي ځواکونو د افغان همکارانو د شخصي معلوماتو په افشا شویو اسنادو کې د بریټانیا د یو شمېر نظامیانو او ځانګړو سرتېرو جزئیات هم خپاره شوي، چې شمېر یې تر ۱۰۰ ډېر ښودل شوی.
د بریټانیا په دفاع وزارت کې سرچینو برېټانیايي رسنیو ته ویلي، چې په دغو افشا شویو اسنادو کې د بریټانیا د څه باندې سلو جاسوسانو یا د ایم ای ۶ د کارکوونکو، د ځانګړو ځواکونو د غړو او نورو نظامیانو معلومات هم شامل دي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د معلوماتو دا افشا کېدل د پخواني محافظهکار حکومت له لوري د انتقال د یوه پټ پروګرام د پیل لامل شو، چې لګښت یې نږدې دوه میلیارده پونډه اټکل شوی.
هدف دا و چې هم افغانان وژغوري، هم د هغو بریتانیايي چارواکو امنیت وساتل شي چې نومونه یې افشا شوي وو.
د برېټانیا دفاع وزیر جان هیلي د سې شنبې په ورځ بښنه وغوښته او ویې منله چې په دې پېښه کې نه یوازې د افغان همکارانو، بلکې د بریتانیايي لوړپوړو ملاتړکوونکو شخصیتونو معلومات هم شامل وو.
دې مسالې دا وېره خپره کړه، چې ګنې طالبان به د دغو معلوماتو په وسیله د بریټانیايي ځواکونو افغان همکاران تر موندنې وروسته ووژني.
یو شمېر رسنیو رپوټونه ورکړل، چې طالبانو ۲۰۰ پخواني افغان سرتېري وژلي، خو طالبانو دا رپوټونه رد کړل.