طالبانو او ازبکستان د «افغان ټرانس» رېل پټلۍ د امکان سنجۍ درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ

۶ ساعتونه مخکې

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې رییس الوزرا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د « افغان ټرانس » رېل پټلۍ د امکان سنجۍ درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.

طالبانو د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ يو پلاوي د دغه ډلې د رییس الوزرا ملاحسن اخوند سره ليدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو، سیاسي، کلتوري او د نړیوالو اړیکو پر پراختیا هم خبرې شوي دي.

طالبانو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي: «ازبکستان په نړيواله کچه د افغانستان حکومت او خلکو ملاتړ کړي او دوام به ورکړي.»

د بختیار سعیدوف په خبره، چې تر دا مهاله د طالبانو او ازبکستان ترمنځ له سلو زیات پلاوو تګ راتګ کړی او په هره لیدنه کې د اړیکو پر پراختیا ټينګار شوی.

هغه ملاحسن ته د ازبکستان د سفر بلنه هم ورکړه.

د طالبانو رییس الوزرا ټينګار کړی: «ازبکستان درک کړې، چې ستونزې باید د تګ راتګ او تفاهم له لارې حل شي نو ځکه يې زموږ سره تعامل غوره کړی دی.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې سراج الدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره لېدنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته ازبکستان په پرله پسې توګه هڅه کړې، چې د طالبانو سره خپلې سوداګريزي، اقتصادي او سیاسي اړیکې زياتې کړي؛ خو تر اوسه دغه هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

نور خبرونه

رادیو