اسحاق ډار او سراج‌الدین حقاني د امنیت او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي

۷ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني تر منځ د امنیتي همکاریو او سیمه‌ییز ثبات په تړاو دوه‌اړخیزه لیدنه شوې ده.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي پراختیا او له ګډو ګواښونو سره د مبارزې پر موضوعاتو ژور بحثونه کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، دواړو خواوو دا ومنله چې د سیمې هېوادونه له یو شمېر امنیتي ننګونو سره مخ دي، چې د له منځه وړلو لپاره یې همغږو او رغنده ګامونو ته اړتیا ده.

اعلامیه زیاتوي، اسحاق ډار ټینګار کړی چې د امنیت ترڅنګ باید د ټولو هغو موضوعاتو حل ته جدي پاملرنه وشي چې دواړو هېوادونو ته مهمې دي.

هغه ویلي، چې د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي همکارۍ بشپړه ګټه یوازې هغه مهال اخیستل کېدای شي چې اعتماد، ثبات، او عملي همکاري رامنځته شي.

بلخوا، طالب وزیر سراج‌الدین حقاني هم د مثبتو اړیکو، امنیتي همغږۍ او د ګډو اقتصادي پروژو د ارزښت یادونه کړې.

د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴م کلونو پر مهال، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې لا پسې ترینګلي شوي، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د شړلو، د پاکستاني طالبانو « ټي ټي پي » د حملو، او د سرحدي تاوتریخوالي له امله.

پاکستان له طالبانو غواړي چې دپاکستاني طالبانو پر ضد ګامونه واخلي، خو طالبان بیا پر پاکستان نیوکه کوي چې د افغان کډوالو سره غیر انساني چلند کوي او په خپله خاوره کې یې داعش ډلې ته ځای ورکړی.

اوس مهال دواړه خواوې هڅه کوي تماسونه وساتي، خو بی‌باوري ورځ تر بلې زیاته شوې.

نور خبرونه

رادیو