د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ټرانس- افغان رېل پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړې له لاسلیکېدو وروسته وویل، چې «دغه پروژه یوه ټرانزیتي لاره نه بلکې د سټراتېژیک اتصال لپاره لومړنی ګام دی». متقي ویلي، چې دوی په افغانستان کې د جیوپولیټیکو لوبو پرځای پر اقتصادي اتصال کار کوي.
امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ د ټرانس - افغان رېل پټلۍ د شونتیا سنجونې هوکړې د لاسلیکولو په غونډه کې وویل، چې افغانستان د سیمی د وصل ټکی دی او باید په همدې محور تعریف شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، متقي په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې هڅې کوي د سیمې په اتصال کې خپل مثبت نقش ترسره کړي.
متقي د ټرانس- افغان رېل پټلۍ په پروژه کې ښکېلو هېوادونو ته په خطاب کې ویلي، چې اعتماد او خپلمنځي باور د اړیکو بنسټ دی او د طالبانو په بهرني سیاست کې د توازن اصل تر څنګ اقتصاد محوري هم یو مهم اصل دی.
د متقي په وینا، «کابل په سیمه کې د افغانستان په جغرافیه کې د جیوپولیټیکو لوبو پر ځای په اقتصادي اتصال کار کوي».
دغه د شنوتیا سنجۍ هوکړه نن د طالبانو، پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې لاسلیک شوه.