فایر اوبزرور ویب پاڼه په یوه مقاله کې وایی چې د طالبانو بیا ځل واکمنۍ سره دغه هېواد د یوه سیاسي، اقتصادي، امنیتي او بشري ناورین پر لور تللی او د طالبانو د سخت دریځه واکمنۍ تر بیا ټینګېدو وروسته، افغانستان یو ځل بیا له ترهګرۍ، فقر، د ښځو پر وړاندې ظلم او نړیوالې انزوا سره مخ دی.
ددغه ویبپاڼې په مقاله کې راغلي، چې دا وضعیت نه یوازې د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته هم یو خطر دی، د دې بحران د مخنیوي لپاره، متحده ایالاتو د مشرتابه لپاره یو تاریخي او ستراتیژیک فرصت دی، څو د سولې، ډیپلوماسۍ او بشري ارزښتونو پر بنسټ یو نړیوال غبرګون رهبري کړي.
ویبپاڼه زیاتوي، چې طالبانو له بېرته واک ته رسېدو وروسته، د ولس پر رضا نه، بلکې د زور او جبر له لارې حکومت ته دوام ورکړی. ډیموکراتیکې ادارې ړنګې شوي، مدني ټولنه خاموشه شوې، او مخالفین ځپل شوي دي. د طالبانو دننه هم اختلافونه شته، په ځانګړې توګه د کندهار مشرتابه او حقاني شبکې ترمنځ، چې د یوه ټولشموله حکومت رامنځته کېدل یې ستونزمن کړي.
په مقاله کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال راپور ښيي چې ترهګرې ډلې لکه القاعده، داعش خراسان، او د پاکستاني طالبانو تحریک« ټي ټي پي » په افغانستان کې پراخ حضور لري، او القاعده ۹ نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي. دا وضعیت د طالبانو د واکمنۍ لاندې ترهګرۍ ته فضا برابروي.
له اقتصادي پلوه، افغانستان له ۳۰ سلنه څخه زیات اقتصادي کموالی تجربه کړی او د بهرنیو بشري مرستو پر اوږه ولاړ دی. طالبان د عاید لپاره له نشهيي توکو، ناقانونه کانکېندنې او قاچاق څخه کار اخلي. د کوکنارو د بندیز باوجود، د مصنوعي موادو تولید لکه «مټامفټامین» مخ پر زیاتېدو دی.
ویبپاڼه وایي، چې تر ۹۰ سلنه زیات خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، عامه خدمات ړنګ شوي، د ځوانانو بیکاري پراخه ده، او په زرګونو افغانان هر کال هېواد پرېږدي. په کلیوالو سیمو کې کورنۍ اړ کېږي چې ماشومان د کار یا ودونو لپاره وپلوري، او ګڼ ځوانان تندروه ډلو ته ورجذبېږي.
په مقاله کې راغلي چې د افغان مېرمنو پر وړاندې سسټماټیک ظلم یو جلا بحران دی. طالبان له ۸۰ زیات فرمانونه صادر کړي، چې له مخې یې نجونې تر شپږم ټولګي وروسته له زده کړو منع دي، ښځې له کار، سفر، او عامه ژوند نه محرومې شوې دي. دا تبعیض د انساني حقونو نه یوازې ښکاره سرغړونه ده، بلکې د هېواد له پراخ بشري ظرفیت څخه انکار دی.
افغانستان دا مهال یوې بندې کړۍ ته ورته حالت کې دی: ظلم توندلاري پیاوړې کوي، توندلاري اقتصاد خرابوي، فقر پراخوي، او انساني ناورینونه ژوروي. طالبان پخپله نه اصلاح کېږي او یوازې جدي نړیوال تعامل دا کړۍ ماتولی شي.
دغه ویبپاڼه وایي، چې له دننه د دې تعامل فرصت شته. له یوې خوا، افغان ولس د یوه ټولشموله حکومت غوښتنه لري، ښځې باریونونه کوي، پټ ښوونځي فعاله دي، ځوانان او مدني فعالان خاموشه پاتې شوي نهدي. له بلې خوا، د سیمې هېوادونه لکه پاکستان، ایران، روسیه او چین، د طالبانو له شتون څخه رنځ وړي او د ترهګرۍ زیاتوالی احساسوي.
سربېره پر دې، د طالبانو د بدلون ناهیلي نړیواله ټولنه دې ته اماده کړې چې نوې تګلاره غوره کړي. حتی د وسلهوال مقاومت نښې د هېواد په شمال او پنجشیر کې تر سترګو کېږي.
فایر اوبزرور وایي، چې متحده ایالات باید له فرصت څخه ګټه واخلي او د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د سولې یو سیاسي چوکاټ رهبري کړي. دغه چوکاټ باید پنځه مهم عناصر ولري:
د ملګرو ملتونو تر رهبرۍ لاندې ټولشموله سیاسي بهیر چې طالبان، مخالفین، ښځې، مدني ټولنه او قومي اقلیتونه پکې برخه ولري. موخه باید د یوه انتقالي حکومت جوړول وي چې نوی اساسي قانون ترتیب کړي.
د سپینې ماڼۍ له لورې باید یو ځانګړی استازی وټاکل شي، څو د افغانستان لپاره نړۍوالې هڅې همغږي کړي. د ملګرو ملتونو له استازو سره نږدې همکاري به نړیواله ستراتیژي همغږې کړي.
همدا راز د دیني ډیپلوماسۍ کارول له اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادونو سره، ترڅو د تعلیم، بشري حقونو او سولې ملاتړ وشي.
سیمه ییز ثباتي تړون چې پاکستان، ایران، هند، چین، روسیه او منځنۍ اسیا هېوادونه سره یوځای کړي، د نه مداخلې، ترهګرۍ ضد همکاریو، کډوالو راستنېدو او سیمه ییز اتصال په برخو کې.
او همدا ډول تر سیاسي هوکړې پورې، د مدني ټولنې ملاتړ، بندیزونه، ویزې بندیزونه، کنګل شوې شتمنۍ او د طالبانو د ظلم پر ضد فشارونه باید دوام ولري، خو د پرمختګ په صورت کې د تشویقي ګامونو ورکول هم اړین دي.
د امریکا لپاره دا مسله یوازې خیریه کار نه دی، بلکې ستراتیژیک او اخلاقي مسولیت دی چې د ملي امنیت، اقتصادي ګټو، جیوپولیټیکي اغیزو او نړیوال اعتبار ساتنه تضمین کړي.
افغانستان کې د ترهګرۍ د بیا راژوندي کېدو مخنیوی، د پراخو معدني زیرمو شفافه پرمختیا، سیمه ییزې سیالۍ کې د ګټو د ساتنې او د امریکا د ارزښتونو ژغورنه له دې ستراتیژۍ مهمې برخې دي.
مقاله زیاتوي چې امریکا له یوه تاریخي او اخلاقي انتخاب سره مخ ده: یا له افغانستانه په بېپامه توګه تر شا شي، یا د ډېپلوماسۍ، همکارۍ او پراخې سولې له لارې د رهبریت مسولیت ومني.
مقاله په پای کې تاکید کوي چې د سولې رامنځته کول تصادفي نه دي؛ دا باید جوړ شي،او دا کار د یوې هوښیارې او مسولې پریکړې څخه پیلېږي.