د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ټرانس- افغان رېل پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړې لاسلیکېدل د سیمه ییز اتصال او اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم پړاو وباله.
اسحاق ډار ټینګار کړی چې په دې سره به د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې د پاکستان له سمندري بندرونو سره وصل شي.
د طالبانو، پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې د ټرانس- افغان رېل پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړه نن په کابل کې لاسلیک شوه.
دغه هوکړه د طالبانو د ټولګټو، د ازبکستان د ټرانسپورټ او د پاکستان د رېل پټلۍ د وزارتونو تر منځ لاسلیک شوه.