د متحدو ایالتونو د کانګرس غړې سېډني کاملاګر ویلي، چې د ټرمپ حکومت خپلو افغان متحدینو ته شا کړې او له همدې امله به په راتلونکي کې د هېڅ هېواد وګړي له امریکايي ځواکونو سره همکاري ونهکړي. هغې همداراز د افغان پناه غوښتونکو اړوند دفترونو بندول هم غندلي دي.
د کانګرس یادې غړې د (چنګاښ ۲۶مه) پر خپلې اېکس پاڼه یوه وېډیو خپره کړې، چې د ټرمپ د کډوالۍ ضد پرېکړو ته یې پهکې توندې نیوکې کړې دي.
اغلې کاملاګر نیوکه کړې، چې د (CARE) په نوم د افغانانو د لېږد او ځای پر ځای کېدو ادارې مسلکي غړي درلودل؛ خو د ټرمپ ادارې یاد بنسټ په بشپړه توګه بند کړ.
نوموړې وویل: «دغو افغانانو د امریکایانو ژوند ژغورلی و؛ اوس یې که یوازې پرېږدو، نور خلک به بیا په موږ څه باور وکړي چې زموږ پوځ سره مرسته وکړي؟»
د کانګرس دې غړې همدا راز په امریکا کې د مېشتو افغانانو د لنډمهاله مېشتېدنې د اسنادو لغوه کېدل هم غندلي دي.
تر دې دمخه هم په امریکا کې د کانګرس غړو لهخوا د ټرمپ له لوري د کډوالو ضد تګلارې غندل شوې او په ځانګړې توګه ترې غوښتنې شوې وې، چې افغانان د بندیزونو له دغه بهیر څخه مستثنا شي.
ټرمپ د روان کال (د جنورۍ په ۲۰مه) یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د کډوالۍ اړوند ټول قانوني پروګرامونه تر ۹۰ ورځو پورې وځنډېډل او ټاکل شوې وه چې د یو پلان تر جوړولو او ارزونو وروسته دغه بهیر بېرته پیل شي؛ خو د شپږو میاشتو په تېرېدو سره دا پروګرام لا هم هماغسې په ټپه ولاړ دی.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او ادارو هغه همکاران چې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام کې شامل دي، له دغو بندیزونو څخه معافیت لري او لا یې هم د مېشتیدو بهیر روان دی؛ خو د (P1 – P2) په نوم د افغانانو لپاره د کډوالۍ پروګرام بیا په بشپړه توګه بند دی.
همدې پروګرام ته یوازې په پاکستان کې نږدې ۲۵زره افغانان له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په تمه دي؛ خو د ټرمپ وروستۍ پرېکړې یې هیلې مړاوې کړې دي او له بل له لوري د پاکستاني حکومت له لوري د اېستل کېدو له ګواښ سره هم مخ دي.
پاکستان کې که څه هم د دغو قضیو لرونکو افغانانو څو، څو ځله د ټرمپ د پرېکړې پر ضد غبرګونونه وښودل او غوښتنه یې وکړه، چې دغه پروګرام بېرته پیل شي؛ خو لیدل کېږي چې واشنګټن یې غږونه نه دي اورېدلي.