ایران تېره ورځ له ۲۳ زرو زیات افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړي

۱۴ ساعتونه مخکې

په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي احمد الله متقي وایي، چې ایران تېره ورځ ۲۳۵۳۴ افغان کډوال له دغه هېواده په جبرې ډول د اسلام کلا سرحدي دروازې له لارې افغانستان ته راستانه کړي دي.

متقي پر اېکس خواله رسنۍ په یوه خپور کړي غږیز پیغام کې ویلي، چې دا لړۍ لا هم دوام لري او هره ورځ د زرګونو افغان کډوالو اېستل ثبتېږي.

د هغه په وینا، یوازې په تېرو څلورویشتو ورځو کې ۲۵۳،۰۲۹ تنه افغانان په خپله خوښه بېرته ستانه شوي، خو ۳۶۷،۱۲۲ تنه نور بیا په زور له ایرانه رااېستل شوي دي.

دا شمېرې په ټولییز ډول ۶۲۰،۱۵۱تنو ته رسېږي، چې د یوه میاشتني مهال‌وېش لپاره خورا لوړه شمېره بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکو څو ورځې مخکې ویلي و چې اویا سلنه ستانه شوي کسان په خپله خوښه د ایران له خاورې وتلي دي.

د راپورونو له مخې، ډېری راستانه شوي کسان هغه کډوال دي چې د کار، امن او اقتصادي فرصتونو په لټه کې ایران ته تللي وو، خو د اسنادو نشتوالي، قانوني محدودیتونو او سختو شرایطو له امله له ایران څخه راشړل شوي دي.

د راستانه شویو په ډله کې ښځې، ماشومان، عمر خوړلي او ناروغان هم شامل دي، چې له سرحدي سیمو څخه بېرته خپلو اصلي سیمو ته د تګ لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د راستانه شویو کډوالو لپاره د لنډمهالي استوګنځایونو، خوراکي توکو او لومړنیو خدماتو برابرولو هڅې روانې دي، خو د امکاناتو محدودیت او د لوی شمېر کډوالو ورتګ دا بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

له بلې خوا، د بشري حقونو ځینې ملي او نړۍوال بنسټونه د ایران له خوا دا ډول جبري اېستنې د کډوالۍ د نړۍوالو اصولو خلاف ګڼي او له دواړو هېوادونو غوښتنه کوي، چې د کډوالو وضعیت ته جدي پاملرنه وشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان «ای او اېم» او نورو اړوندو بنسټونه تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ورته وخت کې، ځینې کورنۍ چې له ایرانه اېستل شوي، شکایت کوي چې نه یوازې د ژوند اساسي امکاناتو ته لاسرسی نه لري، بلکې له سرحدي سیمو څخه خپلو اصلي ولایتونو ته د تګ زمینه هم ورته په سمه توګه نه‌ده برابره شوې. دوی له نړۍوالو ادارو او مرستندویو بنسټونو غواړي چې له دوی سره ژر تر ژره مرستې وکړي.

په افغانستان کې د کډوالو چارو مسوولین سره له دې چې د راستانه شویو د ثبت، تنظیم او لومړنیو مرستو هڅې کوي، خو ټینګار کوي چې دا یو بشري ناورین ته ورته وضعیت دی او نړۍواله ټولنه باید خپله ژمنه عملي کړي

نور خبرونه

رادیو