د روسیې د امنیت شورا مشر: لویدیځ د افغانستان او نورو هېوادونو شتمنۍ لوټلې دي

۲ ورځې مخکې

د روسیې د امنیت شورا مشر ویلي، چې د ناټو هېوادونو لپاره د نورو ملتونو د شتمنیو «غلا او استثمار » عامه کړنلاره ده او مسکو د دوی دا کړنه د افغانستان، لیبیا او سوریې په قضیو کې هم لېدلې. نوموړي ادعا کړې چې اروپايي اتحاديې د روسیې له ګنګل شتمنیو ۷ میلیارده یورو عاید ترلاسه کړی.

شویګو د سې شنبې په ورځ ویلي، چې د ناټو هېوادونه د خپلو لګښتونو پوره کولو لپاره مالیات زیاتوي او « د نورو ملتونو شتمنۍ غلا کوي».

ظاهرا د هغه هدف د روسي شرکتونو کنګل شوې پیسې دي.

د روسیې د امنیت شورا مشر له کومرسانت ورځپاڼې سره په مرکه کې ادعا کړې چې:«د ناټو هېوادونو لپاره د نورو ملتونو د شتمنیو غلا او استثمار یوه عامه او منظمه کړنلاره ده، دا کړنه موږ د افغانستان، لیبیا او سوریې په قضیو کې هم لېدلې ده.»

پر همدغه مهال نوموړي ادعا کړې، چې اروپايي اتحاديې د روسیې له ګنګل شویو شتمنیو څخه شاوخوا ۷ میلیارده یورو عاید ترلاسه کړی او اوس هڅه کوي، چې دغه پیسې هم په خطرناکو پانګونو کې ولګوي.

دغه روسي چارواکي ویلي، چې اروپايي هېوادونه غواړي، چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د ټولنیزو بودجو د کمښت، پورونو اخیستو، د خلکو او شرکتونو د مالیاتو د زیاتوالي له لارې خپل دفاعي لګښتونه له ۱،۵ تریلیون ډالرو څخه تر ۴ تریلیون ډالرو لوړ کړي.

نور خبرونه

رادیو