د بلوچستان د پولیسو مرستیال اعتزاز احمد ګوریا وایي، چې په کویټه کې یې د مصور خان کاکړ په نوم د یوه ماشوم د تښتونې او وژنې په تړاو یو افغان وګړی نیولی او دوه نور د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو د نعمان رنډ په نوم چې د تښتونې په قضیه کې ککړ وو، بل د ریحان طیب شاه په نوم چې د باجوړ اوسېدونکې دی لا هم نه دی نیول شوی، خو د نیولو هڅې یې روانې دي.
د پولیسو مرستیال ګوریا زیاته کړې، د هشام په نوم افغان چې په تښتونه کې یې استفاده شوی موټر له افغانستان څخه راوړی وو، نیول شوی دی او څېړنې ترې روانې دي.
ګوریا خبریالانو ته ویلي: «هشام «افغان وګړی» وسلې له ګلستان سیمې ترلاسه کړې وې او د مصور د کور او دوکان شاوخوا استخباراتي څارنه یې ترسره کړې وه، ویډیوګانې د ثبوت په ډول موجودې دي، درې تنه نور چې تښتونکو ته یې وسلې او یا هم پناه ورکړې وه نیول شوي دي.»
هغه ټینګار وکړ: «د مصور کاکړ وژنه یو غمجن واقعیت دی. موږ تر وروستیو هڅو پورې د هغه ژوند ژغورلو هڅه وکړه، خو له بده مرغه مو ونه شو کولی.»
د پولیسو مرستیال په وینا، په کویټه کې روانې پېښې شخصي دوښمنۍ، ترهګرۍ پېښو او نورو جرمونو په بنسټ دي او پولیس یې د امنیت د ښهوالي لپاره ټول اقدامات کوي.