سټارمر: پخواني وزیران باید د افغانانو د معلوماتو د افشا او پټ امر حساب ورکړي

۷ ساعتونه مخکې

د برېتانیا لومړي وزیر کېرسټارمر ویلي، چې د محافظه کار ګوند پخواني وزیران باید د هغو جدي پوښتنو ځواب ورکړي، چې د افغان کډوالو د شخصي معلوماتو د افشا او یوه بې ساري قضايي پټ امر له امله راپورته شوې دي.

سټارمر د برېتانیا د پارلمان په غونډه کې ویلي، چې د محافظه کار ګوند حکومت د افغانانو د انتقال او ساتنې په سیاست کې سترې ادارې تېروتنې کړې دي.

نوموړي ویلي:«موږ د مخالف ګوند په توګه وار له مخې خبرداری ورکړی و، چې د محافظه کار ګوند د حکومت له خوا د دې پروګرام اداره ستونزمنه ده. د دفاع وزیر پرون هغه ټولې ناکامۍ څرګندې کړې، چې موږ له پخواني حکومت څخه په میراث واخیستې».

د برېتانیا لومړي وزیر په ټینګار سره ویلي، چې د پخواني حکومت چارواکي باید د دې مسالې په اړه وضاحت ورکړي.

سټارمر زیاته کړه:«د محافظه کار ګوند وزیران اوس له جدي جساب ورکولو سره مخ دي. دا نه یواځې یو معلوماتي غفلت و، بلکې د هغو خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړ، چې له موږ سره یې مرسته کړې وه.»

پر همدغه مهال د برېتانیا د پارلمان مشر سرلینډسي هویل ویلي:«دا پېښه د اساسي قانون له پلوه جدي پوښتنې راولاړوي.»

خو د برېتانیا د دفاع پخواني وزیر سربن والاس د پټ امر د اخېستلو دفاع کړې او وايي:« زه هېڅکله بښنه نه غواړم چې دغه قانوني پټ امر مې وغوښټ، دا هېڅکله د پټ ساتلو هڅه نه وه، بلکې هدف یې دا و څو هغه کسان چې په افغانستان کې له خطر سره مخ دي، خوندي پاتې شي.»

د راپورونو له مخې، د برېتانیا د دفاع وزارت یوه چارواکي په ۲۰۲۲ کال کې په تېروتنې سره د نږدې ۱۹ زره هغو افغانانو شخصي معلومات افشا کړي، چې غوښتل یې له طالبانو وتښتي او د برېتانیا له خوا د افغانانو د انتقال پروګرام له لارې برېتانیا ته ولاړ شي، خو دا افشا کېدل د برېتانیا حکومت ته د مېلیونونو پونډو په زیان تمام شوي دي.

نور خبرونه

رادیو