طالبانو د سرپل ولایت په ګوسفندې ولسوالۍ کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۸ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د «قمار، زنا، قتل او ټلیفوني اړیکو» په تور په دورو وهل شوي دي.
دغې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) همداراز زیاته کړې، چې دغه پرېکړه د ګوسفندې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې له خوا شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان له ۶ میاشتو څخه تر ۲ کلونو تنفيذي بند او له ۲۰ څخه تر ۳۵ دورو محکوم شوي و.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې دې کسانو ته د ولایتي طالب مسوولینو، عامو خلکو او د طالبانو د ادارې کارکوونکو په حضور کې سزاوي ورکړل شوي.
طالبانو لس ورځې وړاندې هم په کابل او غزني کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته سزا ورکړې وه.
څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو کارپوهانو او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د عامو خلکو پر وړاندې د اعدام او دورو وهلو سزاګانې غندلي و او له دغه ډلې یې غوښتي چې ژر تر ژره دغه سزاګانې ودروي.