د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ولایتونو د دفتر رییسانو د ظرفیت لوړونې په سیمینار کې له خلکو سره پر ښه چلند او نږدې اړیکو ساتلو ټینګار کړی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو د ادارې د نېک نامۍ لپاره دې پوره هڅې وشي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سراج الدین حقاني د ولایتونو د دفتر رییسانو لپاره د ظرفیت لوړونې اونیز سیمینار په وروستۍ ورځ، په خپلو خبرو کې د دولت او ولس ترمنځ د اړیکې قوي کول مهم بللي.
سراج الدین حقاني ویلي:« پر رییسانو د ادارې ستر مسوولیت پروت دی. له خلکو سره د نږدې اړیکو ساتل د نظام د اعتماد بنسټ جوړوي.»
همدارنګه نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو د ادارې د نېک نامۍ لپاره دې پوره هڅې وشي.
سراج الدین حقاني دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې ډیر کسان په ولایتونو کې د طالبانو له ناسم چلند او د خلکو د خصوصي ازادیو له سلبولو شکایتونه کوي.