د وروستي جمهوري نظام پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي شاعر مطیع الله تراب پر ناڅاپي مړینه ژوره خواشیني ښودلې او په خپل پیغام کې یې ویلي، چې «ولس ژوند غواړي چې عزت ته ورسیږي».
ولسمشر غني د چهار شنبې په ورځ پر اېکسپاڼه په یوه غږیږ پیغام کې د ولسي شاعر مطیع الله تراب د مړینې په اړه د خواشیني پیغام شریک کړی او وايي، ولسي شاعرانو له ډېر پخوا څخه د ژورو احساساتو، خیالونو او هیلو استازیتوب کړی دی.
محمد اشرف غني ویلي، چې مطیع الله تراب د افغانانو د هیلو، احساساتو او خیالونو لړۍ په خورا ښه ډول او اوچت غږ ژوندۍ ساتلې وه.
محمد اشرف غني زیاتوي:« د مطیع الله تراب د ژوند پیغام تلپاتي دی او په ځانګړې توګه نن چې میلیونونه افغانان بېرته وطن ته راځي په زړونو او مغزونو باندې به اغېز وکړي. ولس ژوند غواړي چې عزت ته ورسیږي.»
مطیع الله تراب دوه ورځې وړاندې د زړه د ناڅاپي حملې له امله ومړ او تېره ورځ د طالبانو له خوا د ځانګړي پرټوکول له مخې په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو.