طالبان: حجاب فخر دی، نه پېغور او مخالفین یې د عفت ښکار ته د وږو لېوانو په څېر دي

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف خېبر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د حجاب معنا دا ده چې ښځه باید خپل مخ، ویښتان او ټول بدن پټ کړي.
نوموړی وایي، چې حجاب «فخر دی، نه پېغور» او هغه کسان چې دا کار بندیز ګڼي «د عفتونو تالا والا کولو ته د وږو لېوانو په څېر ناست» دي.

د هغه په وینا، دا عمل د «الله تعالی د فرمان منل» دي، نه د ښځې د کمزورۍ نښه.

که څه هم دا څرګندونې د طالبانو د دودیزو اسلامي تفسیرونو استازیتوب کوي، خو پر دې دریځ سخت انتقادونه هم شوي چې طالبان لا هم ښځه د کنټرول وړ یو موجود ګڼي، نه د یو انسان، نه د یوه فرد او نه هم د یوه ملت د نیمایي برخې په توګه.

ډېری افغان مېرمنې، بشري حقونه فعالان او د مدني ټولنې غړي دا ډول څرګندونې نه یوازې د ښځو پر بنسټیزو ازادیو یو صریح برید ګڼي، بلکې له دې هم اندېښنه لري چې د افراطي ذهنیت پراختیا ته لاره هواروي.

په یو داسې هېواد کې چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې ښځې له کار، زده کړو، سفر او ان له پارکونو محرومې شوې، دا ډول څرګندونې د یوې بلې ژورې ټولنیزې ستونزې ښکارندویي کوي.

د طالبانو د «عفت» او «اخلاقو» تر نامه لاندې پالیسۍ، عملاً ښځه له ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي برخلیک څخه حذف کړې ده.

په داسې حال کې چې طالبانو د واکمنۍ له پیله ادعا کړې، چې «اسلامي اصولو» ته به ژمن وي، خو د دوی له لوري د دین تفسیر یوازې پر محدودیت، کنټرول او سزاوو تمرکز لري.

حجاب چې د یوې شخصي مذهبي باور او انتخاب موضوع ده، په افغانستان کې د زور، فشار او جبر وسیله ګرځول شوې ده.

دا یوازې د دین تعبیر نه، بلکې د وېرې، بې‌باورۍ او فکري بې‌وسۍ نښه ده.

طالبان ښایي له ښځې د حجاب، عفت او شریعت تر نامه لاندې وېره لري، ځکه پوهېږي چې یوه باخبره، لوستلې او فعاله ښځه د دوی د ذهني جوړښت لپاره یوه نا اشنا، خطرناکه او بې‌کنټروله هستي ده.

د امر بالمعروف وزارت ویاند دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له نړۍوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو او ان د افغانستان دننه له ګڼو دیني عالمانو له خوا پر طالبانو نیوکې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د ښځو پر بدن، جامه، غږ، حضور او پر فکر دا ډول سخت بندیزونه، یوه فرهنګي یا مذهبي اړتیا نه، بلکې د حاکم نظام د قدرت ساتلو هڅه ده، دا هڅه د دې لپاره ده چې د ټولنې نیمایي غږ غلی، د بدلون قوه فلج او د فکر امکانات محدود شي.

منتقدین وايي، چې طالبانو د شریعت مفهوم داسې انحصار کړی چې له یوه لوري د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي او له بل لوري د ټولنې پرمختګ شاته کشوي.

تر ټولو اندېښمن کوونکې خبره دا ده، چې دغه ډول فکري تندلاریتوب د ټول ملت تصویر تر نړۍوالو سترګو لاندې مسخ کوي. دا نه یوازې د ښځو له ازادیو سره تضاد لري، بلکې له افغان ټولنې د یو پرانیستي، متنوع او هوښیار نسل تمثیل هم اخلي.

ډېر شمېر افغان مېرمنې په دې باور دي، چې د حجاب موضوع باید د یوه انتخاب په توګه وکتل شي، نه د یوه اجباري بندیز په توګه.

د دوی په خبره، کله چې یو حکومت د ښځو د جامو، مخ او ویښتانو کنټرول ته لومړیتوب ورکړي، دا ښيي چې هغه نظام له بنسټیزو مسایلو لکه فقر، بې‌کارۍ، فساد او امنیتي ګواښونو څخه یا بې‌وسه دی یا یې سترګې پټې کړي دي.

نور خبرونه

رادیو