سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبانو د کابل په شهر نو سیمه کې پر یو شمېر رسټورانټونو چاپې وهلې دي او خلک تلاشي کوي. سرچیني وايي، محتسبان په هرو څو ورځو کې رسټورانټونو ته ورځي او د ښځو او نارینه وو د ډوډۍ خوړلو له ځایونو څارنه کوي.
سرچیني وايي، چې د امر بالمعروف محتسبان د مهال وېش له مخې، په هرو څو ورځو کې رسټورانټونو ته ورځي او د ښځو او نارینه وو د ډوډۍ خوړلو له ځایونو څخه څارنه کوي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان د ښار په بېلا بېلو واټونو کې ښځو ته د ماسک اچولو او مخ پټولو امرونه هم کوي.