د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې پر دمشق او نورو سیمو د اسراییل بریدونه غندلي او زیاته کړې یې ده: «دا ډول تجاوزونه نه یوازې د یوه خپلواک هېواد پر حاکمیت تېری دی، بلکې د سیمې د لا بېثباتۍ هڅه هم ده.»
طالبانو پر اغېزناکو هېوادونو او سازمانونو غږ کړی، چې د اسراییل د تېریو پروړاندي خپل مسوولیت ادا کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په خپل اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر دمشق او نورو سیمو د اسراییل بریدونه غندلي دي.
هغه ویلي، چې دغه بریدونه «د سيمې د لا بې ثباته کولو او هرج و مرج خپرولو سیستماتیک جنایت دی.»
نوموړي له اسراییل څخه غوښتي، چې «دغه ډول تجاوزونه ژر تر ژره ودوي او د سوريې د ولس او مشروع حکومت خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.»
د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ یې په دمشق کې د سوریې د دفاع وزارت ورودي دروازه په نښه کړې او دا بریدونه یې د دې لپاره کړي، چې د دروزو اقلیت د سوریې د دولتي ځواکونو له احتمالي زیانونو وساتي.
دا درېیمه ورځ ده، چې اسراییلی پوځ پر سوریې هوايي بریدونه کوي.