د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع ادعا کړې، چې د تېر جمهوري نظام ټولې ننګونې او ناخوالې دغې ډلې ته په میراث پاتې شوې دي. نوموړي د تېر جمهوري نظام ستونزې، کورني خنډونه او نړۍوال بندیزونه د طالبانو لپاره یوه ازموینه بللې ده.
د هغه په وینا؛ هغه مهال عمومي تصور دا و، چې طالبان به ونهشي کولای خپل رژیم ته دوام ورکړي؛ خو دی زیاتوي چې د یادې ډلې مشرانو په «مدبرانه هڅو» سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې مثبت بدلونونه راوستي دي.
ښاغلي عبدالواسع همداراز د طالبانو د لاسته راوړنو په نوم رسنیو ته په خبرو کې ادعا کړې، چې افغانستان له یوه «کاذب اقتصاد» سره مخ او د بهرنیو مرستو پر بنسټ ولاړ و. نوموړي زیاته کړې، چې پر افغانستان نړۍوال فشارونه او بندیزونه لګېدلي وو او هڅه کېده چې هېواد منزوي شي.
د ریاستالوزرا دفتر رئیس ټینګار کړی، چې د دغې ډلې رژیم په تېرو څلورو کلونو کې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د هېواد په امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او نورو برخو کې اصلاحات راوستي دي.
د طالبانو یاد چارواکی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې پر افغانستان د دغې ډلې تر واکمنېدو وروسته د بېکارۍ او بېوزلۍ لمن تر بل هر وخت پراخه شوې ده.
همداراز، طالبانو تراوسه د یو ټول منلي او ټولګډوني حکومت پر جوړېدو هوکړه نهده کړې؛ بلکې واک یې یوازې د خپلې ډلې اړوند ملایانو په لاس کې ورکړی، چې دا چاره یې د کورنیو ستونزو مهم لامل بلل کېږي.