د مخکیني جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس د روند سبز اړوند یوه مطلب په خپرولو سره ویلي، چې یادې ډلې په ختېز کونړ کې نفوذ کړی او هلته د طالبانو د بشپړ کنټرول ادعا ناسمه ده. په مطلب کې راغلي، چې طالبانو کونړ ته یوه ۱۵۰ کسیزه مجهزه قطعه لېږلې ده.
د روند سبز په مطلب کې راغلي: «د طالبانو د ادارو له لوري ترلاسه شوي اسناد ښيي چې بېلابېلو ډلو، په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګې، د کونړ ولایت پر ځینو برخو کنټرول ترلاسه کړی دی.» په اعلامیه کې دا هم راغلي چې طالبانو یوه ۱۵۰کسیزه مجهزه قطعه د عملیاتو لپاره دې ولایت ته لېږلې ده.