د پنجشېر لپاره د طالبانو امنیه قوماندان د قوماندانۍ په داخل کې د «اصحاب صفه» په نوم دیني مدرسه جوړه کړې ده. د پنجشیر امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې په دې مدرسه کې د قوماندانۍ منسوبینو ته دیني زده کړې، سیاست، انګلیسي او کمپیوټر ور ښودل کیږي.
په داسې حال کې چې نظامیان د افغانستان په څېر هېوادونو کې تل له سیاسته لرې وي خو د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا، په دې مدرسه کې نظامیانو ته د سیاست په اړه هم پوهاوی ورکول کېږي.
د ویلو ده چې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښوونځيو پر تله د مدرسو د جوړولو ګراف لوړ شوی دی.