طالبان وايي په فراه کې یې د نشه يي توکو دوې کارخونې له‌منځه یووړې

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د تولید او پروسس دوې کارخونې له‌منځه وړل شوې دي. دغه عملیات د نشه يي توکو پر ضد ددې ډلې د مبارزې مدیریت له‌خوا تر سره شوي.

طالب مسوولان وايي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۲۶۰ لیتره د شیشې ځوښه، ۱۵ کیلوګرامه سوډا، ۱۰ لیتره تیزاب او ګڼ نور نشه يي مواد او کیمیاوي توکي له منځه وړل شوي.

نور خبرونه

رادیو