په ننګرهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن سهار په دوربابا ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. په خیبر پښتونخوا کې محلي سرچینو ویلي، چې د نښتې له امله د خېبر ولسوالۍ په ذخه خېلو سیمه کې دوه ماشومان وژل شوي.
د ننګرهار له دوربابا ولسوالۍ څخه محلي سرچینو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سهار د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورڼد کرښه نښته شوې او دواړو خواوو د سپکو وسلو او هاوان ډزې تبادله کړې دي.
په خیبر پښتونخوا کې محلي سرچینو ویلي، چې د خېبر ولسوالۍ په ذخه خیل سیمه کې د نښتې له امله دوه تنه ماشومان وژل شوي، خو په دوربابا ولسوالۍ کې د نښتې له امله د اوښتي مالي او ځاني زیان په تړاو تر اوسه طالبانو معلومات نه دي ور کړي.
د نښتې د رامنځته کېدو لامل تراوسه نه دی په ډاګه شوی، خو له دې وړاندې د دواړو خواوو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د امنیتي پوستو د جوړولو له امله وخته ناوخته نښتې شوې دي.
تردې مهاله د یادې نښتې په اړه طالبانو او د پاکستان حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.