د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لویې لارې د پاتې برخو د بيارغونې چارو د چټکتیا په موخه دغه لاره د روان کال د زمري میاشتې پر لومړۍ نېټه دټیلري موټرو په ګډون د ټولو باروړونکو موټرو پرمخ تړل کیږي.
د دغه وزارت ویاند وايي، له یادې نېټې وروسته یوازې هغو کوچنیو بار وړونکو موټرو ته اجازه ورکول کیږي، چې په سویلي سالنګ کې له بدیل مسیر څخه تګ راتګ کولی شي.
د نوموړي په وینا، د سالنګ د اصلي مسیر له تړل کېدو سره هممهاله ټول کوچني او لوی مسافر وړونکي موټر کولی شي، په ۲۴ساعته ډول پر چمتو شوې بدیلې لارې تګ راتګ وکړي.