نوې څېړنه؛ طالبان په افغانستان کې له جهادي ډلو سره پېچلې اړیکې او محتاطه همکاري لري

۹ ساعتونه مخکې

د برېتانیا د اېکسټر پوهنتون یوه نوې څېړنه ښيي، چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د القاعده، تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي په ګډون له افراطي او جهادي ډلو سره محتاط؛ خو ښې اړیکې ساتلې دي.

د دې څېړنې پر بنسټ؛ طالبانو هڅه کړې، چې د «حساس توازن» په ساتلو سره د دې ډلو پر وړاندې مستقیم اقدام ونه کړي؛ خو په ورته وخت کې یې هغوی ته د فعالیت، پوځي روزنې، د جنګیالیو جلب‌‌جذب او ان د دیني مدرسو د پراخېدو زمینه برابره کړې. دا هرڅه د دې لامل شوي، چې دا ډلې افراطي افکار خپاره کړي.

د دې څېړنې د لوړپوړې څېړونکې ډاکټرې ویدا مهران په وینا؛ د طالبانو او جهادي ډلو ترمنځ اړیکې ډېرې پخوانۍ ریښې لري، خو اوس‌مهال اقتصادي ګټو په ځانګړې توګه د کانونو د استخراج په برخه کې دا اړیکې نورې هم پیاوړې کړې دي.

څېړنې ښودلې، چې طالبان د القاعدې له لارې د قاچاق نړۍوالو شبکو ته لاس‌رسی لري او په اوونۍ کې په مېلیونونه ډالر د سرو زرو د کانونو په څېر سرچینو نه ترلاسه کوي. دا عاید د طالبانو په رسمي بودجه کې شامل نه دي؛ بلکې د دواړو خواوو ترمنځ وېشل کېږي.

راپور ښيي، چې دا همکاري نه یوازې په مالي برخه کې ده؛ بلکې طالبانو القاعدې ته اجازه ورکړې، چې په افغان خاوره کې جهادي روزنیز مرکزونه پراخ او نوي کسان استخدام کړي.

بل‌خوا، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي هم د افغانستان په خاوره کې خوندي ځای پیدا کړی او دا ډله توانېدلې، چې بیا منظم شي، ځواکونه استخدام کړي او د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې ترهرګریز بریدونه ډېر کړي. دغې ډلې د خپلو جنګیالیو د پیاوړتیا لپاره له طالبانو سره نږدې اړیکې ساتلې دي.

د دې څېړنې له مخې؛ طالبان له یادو ډلو سره په اېډیالوژیکي، لوژستیکي او عملیاتي برخو کې اړیکې لري. همداراز، طالبان هڅه کوي، د یادو وسله‌والو ډلې په کنټرول کې ملا هبت‌الله هم خپل رول ولري. راپور خبرداری ورکړی، چې د دغه ډول اړیکو دوام به د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړي.

نور خبرونه

رادیو