عبدالباقي حقاني وايي، سږکال زرګونه کسانو ته شفاف، عادلانه او معیاري خدمتونه وړاندې شوي

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ازموینې ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني ادعا کړې، چې دغې ډلې په روان ۱۴۰۴ لمریز کال کې ۲۱ زره او ۹۶۱ کسانو ته د ۷۰ ازموینو له لارې شفاف، عادلانه او معیاري خدمتونه وړاندې کړي دي.

د هغه په وینا؛ د ازموینو په جوړښت کې وروستي اصلاحات د ځانګړو معیارونو پر بنسټ او د بایومیټریک غوندې د عصري میتودونو له لارې پلي شوي دي.

نوموړي د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته په یوې جوړې شوې غونډه کې زیاته کړې، چې د «بدیل» د مخنیوي لپاره د بایومیټریک سیسټم کارول پلي شوی او اوس د دې ادارې دفترونه په رسمي ډول هرات، کندهار، بلخ، کندوز، پکتیا، بامیان او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت لري.

ورته مهال، د دې ادارې مشر ویلي چې د کانکور، ماسټرۍ، دیني مدرسې، اې‌ایګسټ او تخصصي ازموینو لپاره د پوښتنو بانکونه چمتو شوي؛ څو په ازموینو کې د پوښتنو له تکرار او درغلۍ مخه ونیول شي. د نوموړي په وینا؛ په لومړي ځل زرګونه زده‌کړیالان په انلاین ډول د نوم‌لیکنې له خدمتونو برخمن شوي دي.

نوموړي همداراز ویلي، چې د دغې ادارې موخه دا ده چې د سیمې او نړۍ له تجربو څخه په ګټې‌اخیستنې، د ازموینو نوی افغاني او معیاري سېسټم رامنځته کړي.

د طالبانو د ازموینې ادارې مشر عبدالباقي حقاني د نجونو د ازموینو په تړاو هېڅ نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نږدې څلور کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

تېرکال هم دغې ادارې د هېواد په کچه ۴۴ لویې او وړې ازموینې اخیستې وې.

نور خبرونه

رادیو