د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبانو د شپږو ولایتونو له روغتونونو او صحي مراکزو غوښتنه کړې، چې ښځینه کارمندانې یې حجاب رعایت کړي، نران ږیرې پرېږدي او د نارینه او ښځینه کارمندانو او مراجعینو د تګ او راتګ لارې، انتظار ځایونه او کارځایونه سره جلا شي.
یاد وزارت دا هم ویلي، چې د نارینه او ښځینه کارمندانو او مراجعینو د تګ او راتګ لارې او انتظار ځایونه بېل او ځانګړی کاري چاپېریال دې ورته برابر شي.
دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د زابل، کندهار، هلمند، غزني، پکتیا او خوست ولایتونو محتسبینو د خپلو اصلاحي کړنو په دوام په یادو ولایتونو کې د ځینو روغتونونو او درملتونونو له مسولینو سره په ناستو کې کړې.