د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو کمېسار لارس کاستلوچي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د طالبانو د مشر او د دې ډلې د قاضيالقضات د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د حکم له صادرولو هرکلی وکړ.
کاستلوچي وویل: «له هغه وخته چې طالبان بېرته واک ته ستانه شوي، افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې شوې دي. دا وضعیت باید له عواقبو پرته پاتې نه شي. زه د بشري حقونو د استازي په توګه د نیولو له دغه حکم هرکلی کوم».
د جرمونو نړیوالې محکمې تازه د "بشریت ضد جنایتونو" په تور د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د دې ډلې د قاضی القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی دی.
کاناډا او بریتانیا هم له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، له بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو له سیستماتیک نقض نه سخت اندېښمن دي او له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه رعایت کړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې لندن د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی، او د طالبانو له کرکجن چلند سره چې د ښځو او نجونو پر ضد ترسره کېږي، کلک مخالفت لري.