ګارډېن: د برېتانیا بې‌غورۍ د زرګونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

۱۰ ساعتونه مخکې

ګارډین ورځپاڼې د خپلو ترلاسه‌کړو اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د برېتانیا حکومت د خپلو افغان همکارانو پر وړاندې بې‌غوري کړې ده.

یاده ورځپاڼه وايي، برېتانیا د کابل د پرځېدو پرمهال د خپلو افغان همکارانو د ژغورنې لپاره اړین اقدامات ونه کړل او له همدې امله هغوی د طالبانو له ګواښ سره مخ شول.

په راپور کې راغلي، کله چې طالبان د کابل نیولو ته نږدې شوي وو، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب د دغه ناورین د مدیریت پر ځای پر خپلو رخصتیو بوخت و. ورته مهال، د بېړني اېستلو پرمهال یوازې بهرنيیو کارکوونکو ته پاملرنه کېده او ډېری افغانان چې د کلونو-کلونو لپاره یې د برېټانیا له سفارت یا ځواکونو سره کار کړی و، له پامه غورځول شوي وو.

ګارډېن ورځپاڼې زیاته کړې، چې برېټانوي ملکي مامورینو د افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو د پروسس کولو لپاره شپه او ورځ کار کاوه،؛ خو د اېستلو بهیر ګډوډو او بسنه یې نه کوله.د کابل په هوايي ډګر کې د ګڼې ګوڼې په ترڅ کې، په یوه ځانمرګي برید کې نږدې ۲۰۰ کسان ووژل شول او ډېری نور په تېښته بریالي شول.

د یادې ورځپاڼې راپور کې زیاته شوې، یو شمېر هغه کسان چې له افغانستانه د وتلو وس یې نه درلود اړ شول چې پټ شي؛ د ایران او پاکستان په څېر ګاونډیو هېوادونو ته وتښتي، هغه ځایونه چې هغوی لا هم د کډوالۍ حیثیت په ترلاسه‌کېدو کې له ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ګارډېن ورځپاڼې نوي افشا شوي اسناد ښیي چې د یو شمېر هغو افغانانو معلومات چې په انګلستان کې یې د پناه غوښتنه کړې وه؛ بربنډ شوي او د هغوی د خوندیتوب په تړاو یې اندېښنې راپورته کړې دي.

نوموړې ورځپاڼه د خپلو منتقدینو په حواله وايي، چې برېټانیا یو وار بیا د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او خوندیتوب د باورکوونکو پر وړاندې بې‌پروايي کړې ده. ډېری دا کسان اوس په وېره کې ژوند کوي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بشري حقونو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د برېتانیا چلند نه یوازې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی؛ بلکې د لندن پر ژمنو یې نړۍوال باور هم تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

نور خبرونه

رادیو