د ایران د اوبو او برېښنا وزیر عباس عليابادي وايي، هېواد یې د اوبو د سرچینو مدیریت او حقونو په اړه له څلورو ګاونډیو هېوادونو، افغانستان، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان سره مذاکرات پیل کړي دي. هغه ټینګار کړی، چې دا مذاکرات به دوام ومومي او ایران د اوبو بشپړ حق غواړي.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړی، چې ایران له سختې وچکالۍ سره مخ دی او که دا لړۍ دوام ومومي؛ نو ښايي په راتلونکې میاشت کې تهران ته نږدې د مملو بند له کاره ووځي.
هغه زیاته کړې، چې له دې وروسته، د لاتیان، لار او کرج بندونه هم د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.
د عليابادي په وينا؛ په ايران کې د تېرکال پرتله باران ۳۱ سلنه او د اوږدمهالي اوسط پرتله ۴۴ سلنه کم شوی دی او دغه هېواد په تېرو ۳۰ کلونو کې د خپلو اوبو شاوخوا ۱۰۰ مېليارد مکعب متره له لاسه ورکړي دي. تسنیم خبري اژانس د هغه په حواله راپور ورکړی، چې د دغه کمښت يوه برخه د اقليمي بدلون له امله ده او بله برخه يې د انسانانو د ناسم مصرف له امله ده.
ورته مهال نوموړي ایرانیانو ته خبرداری ورکړي، چې هغوی باید په ناسمه توګه د اوبو کارول ودروي. د هغه په وینا؛ هغه کسان چې د خپلو کورونه انګړونه مینځي یا په ناقانونه او د دولت له اجازې پرته حوضونو کې اوبه کاروي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
له افغانستان سره د اوبو پر سر د ایران ناندرۍ کومه نوې خبره نه ده؛ بلکې تر دې مخکې هم د دغه هېواد چارواکو په ځلونو-ځلونو ویلي، چې له افغانستان نه د اوبو حق غواړي. څه موده مخکې د دغه هېواد د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي و، چې د هلمند سیند د اوبو یوه برخه د ایران حق دی او د دغه بهیر د دوام لپاره ډېپلوماټیکې هڅې روانې دي.
ایران او افغانستان په ۱۳۵۰ هجري لمریز کال کې د هلمند سیند د اوبو د وېش په تړاو یو تړون لاسلیک کړی؛ خو ایراني چارواکي ادعا کوي، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا تړون په سمه توګه نه دی پلي شوی.