محمد صادق: د نجونو په ګډون سلګونه افغان زده کوونکي د پاکستان تعلیمي بنسټونو ته معرفي شول

۱۹ ساعتونه مخکې

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د اقبال سکالرشیپونو له لارې د نجونو په ګډون سلګونه افغان زده کوونکي د پاکستان بېلابېلو تعلیمي بنسټونو ته معرفي شوي دي.

محمد صادق د چار شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې دا بورسونه د پاکستان د حکومت له خوا بشپړ تمویل شوي او له افغانستان نه د استعداد لرونکو نجونو او هلکانو لپاره د لوړو زده کړو دروازې پرانیزي.

محمد صادق زیاتوي:« دا ځوان ذهنونه د یو روڼ او سوله یییز راتلونکې ژمنه لري، نه یوازې د خپل ځان بلکې د خپل ټول هېواد لپاره، زه دوی ته د دې مهم سفر لپاره د بریا هیله لرم.»

صادق خان د اقبال سکالرشیپونو له لارې د پاکستان تعلیمي بنسټونو ته د تازه معرفي شویو افغان زده کوونکو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، چې دا بورسونه د افغانستان او پاکستان ترمنخ د تعلیمي همکاریو یوه برخه ده.

دغه پاکستاني چارواکي په داسې حال کې د د دغه هېواد په تعلیمي بسټونو کې د نجونو په ګډون د افغان زده کوونکو هرکلی کړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر تګ بندیز لګول شوی دی.

نور خبرونه

رادیو