د طالبانو د ځوانانو چارو معیین: نړیواله ټولنه دې د کتابتونونو په جوړولو کې مرسته وکړي

پرون

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین د کابل د کتاب نندار‌تون د پای‌غونډې په مراسمو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو لپاره د کتابتونونو په جوړولو او تجهیز کې همکاري وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معیین محمد یونیس راشد نن د چنګاښ ۲۴مه، د کابل کتاب نندارتون په پای غونډه کې وویل چې نړيواله ټولنه د خوراکي توکو په ګډون په ځینو برخو کې مرستې کوي خو باید د کتابتونونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

محمد یونس راشد وویل:« له نړیوالې ټولنې څخه موږ ډېره زیاته مننه کوو، چې د افغانستان ولس سره یې په دومره سختو حالاتو کې مرسته او لاسنیوی کړی، الله دې دوی ته خیر ورکړي خو په تېرو څلورو کالو کې نړیوالې ټولنې له غریبانانو سره د ډوډۍ او خوراکي برخو کې مرسته کړې خو علمي ستونزې دا د یو مملکت اصلي مشکل دی، کتاب بیا ډېر اهمیت لري.»

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان ځوانانو ته په ښارونو او ولسوالیو کې عامه کتابتونونه جوړ کړي.

دغه طالب چارواکی وايي چې دا غیر سیاسي عمل دی او نړیواله ټولنه چې بشري مرستې کوي دا هم یو بشري ضرورت دی باید ورته توجه وکړي.

محمد یونس راشد وویل چې نړیواله ټولنه دې د افغانانو د ځوانانو د تعلیمي ارتقا په برخه کې هم مرستې کړي.

یاد طالب چارواکی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې طالبانو د سیاسي او مذهبي موخو لپاره د زیات شمېر افغان لیکوالانو د کتابونو، پر چاپ، خپراوي، خرڅلاو په کتابتونونو کې پر اېښودو بندیزونه لګولي.

دې ډلې د کتابونو د فلتر او سانسور لپاره ځانګړې کمېټه ټاکلې او ډېری هغو کتابونو ته د چاپ او خرڅلاو اجازه ور کوي، چې غیر سیاسي وي، یا د طالبانو له فکري لیکو سره سر خوري.

نور خبرونه

رادیو