د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وايي نړیوالې ټولنې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.
هغه وویل:«بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول او د دغه بهیر د پیاوړتیا لپاره د ملاتړ سرچینې برابرول دوی نه دي پوره کړي».
د طالبانو د کرنې وزارت نن سې شنبه «د چنګاښ ۲۴مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د یادې ډلې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني له جرمونو او نشهيي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو ان او ډې سي) له عملیاتي رییس یومتیاسن، د افغانستان د چارو مسولې موریل جوردن او د دې ادارې د دفتر رییس پولیک اوک سیري سره د لیدنې پر مهال له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې ژمنې عملي کړي.
عثماني ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د بدیلو کرنیزو فرصتونو، بنسټیزو پروژو جوړولو او بزګرانو ته د اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې فعال او اغېزناک رول ولوبوي.
په دې لیدنه کې د (یو ان او ډې سي) دفتر مسوولینو ویلي، باید هغو بزګرانو ته چې پخوا یې کوکنار کرل، اړینې مرستې برابرې شي او دوی ته کرنیز بدیلونه وړاندي شي.
هغوی زیاته کړې، چې هڅه کوي د کرنیزو محصولاتو لپاره مناسبه بازار موندنه وکړي، څو بزګران ښه او تلپاتې عاید ولري.
د یادونې وړ ده، چې د د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي دا بودجه بسنه نه کوي او د نړیوالې ټولنې پراخو همکاریو ته اړتیا ده.