د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان نن سې شنبه د ( چنګاښ ۲۴مه) پر اېکس پاڼه د خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري په ننګرهار ولایت کې د ځايي خبریال عزیز وطنوال نیونه د بیان ازادۍ ضد کړنه بللې ده.
دغه سازمان پر طالبانو غږ کړی، چې له ځنډ پرته دې وطنوال راخوشې او په ورته وخت کې دې د خبریالانو خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي: «د طالبانو ځواکونه د شنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د دغه خبریال کور ته ورغلي او هغه یې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای ونیوو. که څه هم د هغه ملګري وروسته خوشې شول؛ خو ښاغلی وطنوال لا هم د طالبانو په بند کې دی او د هغه برخلیک ناروښانه دی.»
په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې طالبانو د هغه د کمپیوټر او کمرې په ګډون د نوموړي کاري وسایل هم نیولي دي.
یاد سازمان دغه ډول نیونې د مطبوعاتو د ازادۍ د ځپلو لپاره د یوې خطرناکې پروسې برخه ګڼلې او له نړۍوالو ادارو، د بشري حقونو سازمانونو او د خبریالانو له ملاتړو سازمانونو غواړي، چې د دغو کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نشي.
درې ورځې وړاندې په ننګرهار کې د خورشید ټلویزیون پخواني خبریال عزیز وطنوال کورنۍ افغانستان انټرنشل – پښتو ته ویلي، چې د طالبانو اسخباراتو نوموړی له کوره بیولی دی.
د طالبانو رسمي سرچینې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.