د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له ناستې وروسته ویلي، چې په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره د ټولو قومونو او سیاسي ډلو ګډون په واک کې «یو اړین شرط» دی.
لاوروف دا څرګندونې د چین په کوربه توب د دغه سازمان د وزیرانو په غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د سازمان ډېری غړو له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي دي، خو دا اړیکې باید د یوه پراخ بنسټه، غېرمتمرکزه او له تروریزم او نشهيي توکو څخه خالي افغانستان د جوړېدو لامل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «تقریبا ټولو غړو هېوادونو له طالبانو سره دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي دي، خو پر دې هم اجماع شته چې باید افغانستان یو خپلواک، بېطرف، سولهییز او له ترهګرۍ او مخدره موادو خالي هېواد وي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان د بیا رغونې، اقتصادي ودې او تلپاتې ثبات لپاره باید نړۍواله ټولنه موثره مرسته وکړي.
لاوروف زیاته کړه، چې د افغانستان اوسنی جوړښت د ټول ملت استازیتوب نه کوي او د قومي او سیاسي مشارکت نشتوالي د نړۍوالو اندېښنې زیاتې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې دمه د ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره کوم څرګند ګام نه دی اخیستی.
دا ډله د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د پخواني جمهوري نظام چارواکي، سیاسي مشران، جهادي شخصیتونه او نور ټولنیز اقلیتونه له واکه لرې کړي او د حکومت مشري یې په بشپړ ډول خپلو غړو ته سپارلې ده.
طالبان تل ادعا کوي، چې حکومت یې ټولګډونه دی، خو د افغانستان دننه او بهر ګڼ سیاسي، مدني او قومي مشران دا دریځ ردوي.
د شانګهای سازمان، چې پکې روسیه، چین، هند، پاکستان، ایران او د مرکزي اسیا څو نور هېوادونه غړیتوب لري، پر طالبانو فشار زیات کړی چې د حکومت جوړښت ته پراختیا ورکړي.
که څه هم روسیې د طالبانو رژیم په دې وروستیو کې په رسمي ډول وپېژاند، خو لاوروف دا هم روښانه کړه چې د رسمیت پېژندنې معنا دا نهده، چې د انتقاد او غوښتنو دروازه بنده شوې ده.
هغه وویل: «موږ تمه لرو چې طالبان د افغانستان د ټولو قومونو، ژبو، مذهبونو او سیاسي حلقو استازو ته د سیاسي ګډون زمینه برابره کړي. یوازې د یوه ټولګډونه حکومت له لارې کېدای شي افغانستان له انزوا ووځي او د نړۍوال مشروعیت لور ته لاړ شي.»
روسیه له تېرو څلورو کلونو راهیسې پر طالبانو غږ کوي، چې د سیاسي ګوښې تګلاره بنده کړي او د ټول ملت په استازیتوب یو جامع نظام جوړ کړي، خو د طالبانو اوسني دریځونه، له کورنیو مخالفتونو او نړۍوالو غوښتنو سره لا هم واټن لري.