ملګري ملتونه وايي، چې ښايي سږکال تر درې میلیونو ډېر افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راوګرځي او دا یو داسې حالت دی، چې د هېواد نازک بشري وضعیت به له لا ګواښ سره مخ کړي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال تېره ورځ په یوه خبری غونډه کې خبریالانو ته وویل: «له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو اوسنی بهیر نه یوازې له انساني کرامته خالي دی، بلکې بېنظمه، جبري او په پراخه کچه دی چې افغانستان ورته هېڅ ډول تیاري نه لري.»
د هغه په وینا، په ایران او پاکستان کې وروستیو سختو پالیسیو دغه وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
ایران امر کړی، چې د جولای تر شپږمې نېټې پورې دې شاوخوا څلور میلیونه غېرقانوني افغانان له دې خاورې ووځي او پاکستان هم پر افغان کډوالو خپل فشارونه ډېر کړي، له اسنادو پرته مېشت کسان نیسي، بندي کوي او بېرته یې افغانستان ته استوي.
تر دې دمه د «یو اېن ایچ سي ار» د شمېرو له مخې، یوازې سږکال له ۱.۶ میلیونه زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې له ایران څخه رااېستل شوي دي.
دا شمېره د ۲۰۲۵کال لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له اټکل (۱.۴ میلیونه) څخه ډېر زیات دی.
د اسلامکلا له لارې هره ورځ شاوخوا ۳۰،۰۰۰ کسان افغانستان ته داخلېږي او یوازې د جولای پر څلورمه نېټه، شاوخوا ۵۰،۰۰۰ کډوال له دې بندر را اوښتي دي.
د راستانه شويو افغانان کډوالو ډېر شمېر وايي، چې له ناوړه چلند، لنډ مهالي توقیف او جبري اېستلو سره مخ شوي.
د راپورونو له مخې، ډېری ستنېدونکي له سفر وروسته ستړي، روحي فشار لاندې او له ډېرو بنسټیزو اړتیاوو بېبرخې وي.
عرفات جمال زیاته کړې: «ملګري ملتونه هڅه کوي چې د اوبو، حفظالصحې، واکسین، تغذیې او بېړنیو خدمتونو ظرفیت پراخ کړي، خو دا هڅې له موجود بحران سره هېڅ برابرې نه دي.»
هغه وویل: «که نړۍواله ټولنه بېړنۍ مرستې ونه کړي، د افغانستان بشري وضعیت به نور هم خراب شي او موږ به د یو ستر ناورین سره مخ شو.»
د یادولو وړ ده، په داسې حال کې چې د خوراکي توکو نړۍوال سازمان (WFP) او نورې ادارې هم وار له مخې د تمویل له کمښت سره مخ دي، افغانستان دمګړۍ د بېوزلۍ، بېکارۍ، وچکالۍ او صحي خدماتو د کمښت له امله یو له بدترینو بشري بحرانونو سره مخ دی.