شرعي: د اسلامي هېوادونو اړیکې باید تر هغې کچې وي چې ټول یو هېواد وبلل شي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۳

د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې افغانستان او اندونیزیا د اسلامي او کلتوري مشترکاتو درلودونکي دوه هېوادونه وبلل او څرګنده یې کړه چې «د اسلامي هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ باید تر هغې کچې وي چې ټول یو هېواد وبلل شي».

د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي زیاته کړې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لسګونه قوانین له معتبرو فقهي سرچینو څخه تخریج شوي او په وینا یې د ټولو قوانینو بنسټ قران کریم او نبوي سنت دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د اندونیزیا سفارت شارژدافیر نندا ایوالیست په دې کتنه له طالبانو سره د خپل هېواد د لا زیاتو همکاریو ژمنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو